افغانستان
Open Budget Survey Results
عامه گډون
15
د بودیجې د څار لپاره د مقننه قوې او د تفتیش د عالي کمېسین رول
31
روڼتیا
50
پرانستې بودیجې سروی 2019
د بودیجې په اړه د دولت هغه پرېکړې چې کومې مالیې ولګوي، کوم خدمات وړاندې کړي، څومره پور واخلي – دا ټولې پرېکړې د ټولنې انډول او د خلکو ژوند اغېزمنوي – او دا چې آیا د ټولنې ترټولو محرومه طبقه د ښه ژوندانه ریښتینې موکه ترلاسه کوي که نه. دا ډېره مهمه ده چې دولت خپل خلک لدې پرېکړو خبر کړي او د هغو پرېکړو په نیولو کې خلک ښکېل کړي چې د هغوی ژوند اغېزمنوي.
د پرانستې بودیجې سروی د نړۍ یوازینۍ خپلواکه، پرتلیزه او پر حقایقو ولاړه څېړنه ده چې د نړیوالو منل شویو شاخصونو پر مټ د مرکزي حکومت بودیجوي مالوماتو ته د خلکو عامه لاسرسی؛ د ملي بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون رسمي موکې؛ او د بودیجې جوړولو په بهیر کې د ملي شورا او تفتیشي ادارو په څېر د څارونکو نهادونو رول ارزوي.
دا سروی د سیمه ییزو مدني ټولنو سره د دولت لخوا د عامه شتمنیو د کارولو او ریپوټ ورکولو په ارزونه کې مرسته کوي. د پرانستې بودیجې دا اوومه نسخه ۱۱۷ هېوادونه رانغاړي.
Country Specific Assessments
د پرانستې بودیجې سروی دا برخه د مرکزي حکومت لخوا د عایداتو او لګښتونو په اړه مالوماتو ته عامه لاسرسی څېړي. د بودیجې د روڼتیا مالومولو لپاره د پرانستې بودیجې سروی ۱۰۹ شاخصونه کاروي – دا شاخصونه چې یو شان نومرې لري او په نړیواله کچه منل شوي دي، د مرکزي حکومت هغه هڅې ارزوي چې آیا خپلو خلکو ته د بودیجې اته کلیدي اسناد په انلاین بڼه پر خپل وخت خپروي که نه، یا دا چې همدا اسناد د بودیجې ټول ګټور مالومات رانغاړي او که نه. هر هېواد له سلو څخه نومرې اخلي، چې دا نومرې بیا د پرانستې بودیجې په لړلیک کې د نوموړي هېواد درجه مالوموي. د روڼتیا ۶۱ یا لدې پورته نومرې دا مانا لري چې ګواکې نوموړی هېواد د خپلې بودیجې په اړه خپلو خلکو ته بسنده مالومات ورکوي.
د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې روڼتیا
د افغانستان د روڼتیا نومرې د وخت سره څنګه بدلون موندلی؟
په افغانستان کې د بودیجوي اسنادو عامه موجودیت
سند | 2010 | 2012 | 2015 | 2017 | 2019 |
---|---|---|---|---|---|
د بودیجې ماقبل سند | |||||
د اجراییوي ادارې لخوا دبودیجې وړاندیز | |||||
تصویب شوې بودیجه | |||||
د خلکو بودیجه | |||||
د کال په اوږدو کې راپورونه | |||||
نیم کالې بیاکتنه | |||||
کلنی ریپوټ | |||||
د تفتیش راپور |
د افغانستان د بودیجوي عامه اسنادو منځپانګه څومره هراړخیزه ده؟
د بودیجې مهم سند | د سند موخه او منځپانګه | مالي کال | د سند نومرې |
---|---|---|---|
د بودیجې ماقبل سند | د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندیز څخه وړاندې د مالي پالیسیو عمده ټکي روښانوي، د هېواد د اقتصادي حالاتو، عوایدو، لګښتونو او پورونو وړاندوینه کوي. | 2019 | نرش دیر هنگام |
د اجراییوي ادارې لخوا دبودیجې وړاندیز | د اجراییوي ادارې لخوا ملي شورا ته وړاندې کېږي، د عوایدو منابع، د وزارتونو تخصیص، د پالیسۍ پیشنهادي بدلونونه او د هېواد د مالي وضعیت نور مهم مالومات روښانوي. | 2019 | 51 |
تصویب شوې بودیجه | هغه بودیجه ده چې د مقننه قوې لخوا تصویب شوې وي. | 2018 | 84 |
د خلکو بودیجه | د خلکو بودیجه د اجراییوي ادارې لخوا په ساده او غیرتخنیکي بڼه د وړاندې شوې بودیجې بڼه ده چې خلکو ته د بودیجې اړین مالومات ورسوي. | 2018 | 33 |
د کال په اوږدو کې راپورونه | د حقیقي عوایدو، ترسره شویو لګښتونو او بېلابېلو پورونو په اړه میاشتیني یا درېمیاشتیني مالومات خپروي | 2018 | 70 |
نیمکالې بیاکتنه | د مالي کال په منځ کې د بودیجې د وضعیت په اړه بشپړ مالومات ورکوي چې د اقتصادي فرضیو ارزونه کوي او د بودیجې لپاره تازه وړاندوینې کوي. | 2018 | 70 |
کلنی ریپوټ | د مالي کال په پای کې د دولت د حسابونو وضعیت روښانوي او د بودیجوي پالیسۍ د اهدافو پر لور د پرمختګ ارزونه کوي. | 2017 | 38 |
د تفتیش ریپوټ | د تفتیش عالي ادارې لخوا وړاندې شوی ریپوټ دی چې د کال په پای کې د دولت د حسابونو بشپړتیا څېړي. | 2017 | 33 |
د پرانستې بودیجې د ۲۰۱۹ کال په سروی کې د افغانستان د روڼتیا نومرې د ۲۰۱۷ کال هغو سره نږدې دي.
د پرانستې بودیجې په ۲۰۱۹ ګڼه کې څه بدلون راغی؟
افغانستان د بودیجوي مالوماتو په لاسرسۍ کې لاندې موارد ډېر کړي دي:
سپارښتنې
د بودیجې د لا روڼتیا لپاره باید افغانستان لاندنیو چارو ته لومړیتوب ورکړي:
د حکومتولۍ د ښه کولو لپاره یوازې روڼتیا بس نه دی. د بودیجې د روڼتیا ترڅنګ د خلکو پراخ ګډون د مثبتو لاستهراړونو لپاره ډېر مهم دی.
د خلکو د ګډون د کچې مالومولو لپاره د پرانستې بودیجې سروې د حکومت د هغه هڅو ارزونه کوي چې خلکو ته یې د بودیجې جوړونې په بهیر کې د ښکېلتیا رسمي موکې ورکړې وي. دا سروی د ۱۸ یوشان شاخصونو پر مټ چې د مالي روڼتیا د نړیوال نوښت په مالي پالیسیو کې د عامه ګډون د اصولو سره سم دي او هر هېواد ته د (۰ – ۱۰۰) پورې نومرې ورکوي، د مرکزي حکومت د اجراییوي ادارې، مقننه قوې او د تفتیش عالې ادارې چارې ارزوي.
افغانستان د عامه ګډون په برخه کې له سلو ۱۵ نومرې اخستې دي.
د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې عامه ګډون
د لا ډېرو مالوماتو لپاره، په نړۍ کې د عامه ګډون ډېرولو لپاره د نوښتي چارو لپاره دلته کېکاږئ .
د بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون لپاره د موکو حد
(اجراییوي)
(مقننه)
(اجراییوي)
(د تفتیش عالي اداره)
سپارښتنې
د افغانستان مالیې وزارت د بودیجې جوړولو لپاره عامه مشورې ترسره کړې، خو د بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون د پراخولو لپاره باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:
د افغانستان ملي شورا باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:
د افغانستان د تفتیش عالي اداره باید د بودیجې به بهیر کې د عامه ګډون ډېرولو پخاطر لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:
د پرانستې بودیجې سروې د بودیجې په بهیر کې د ملي شورا او د تفتیش عالي ادارې رول څېړي، او ګوري چې تر کومه بریده دا ادارې د بودیجې څار کولای شي. هر هېواد د ۱۸ هموزنه شاخصونو پر بنسټ له صفر څخه تر سلو نومرې اخلي. پر دې سربېره، دا سروی د خپلواکو مالي نهادونو په اړه ضمیموي مالومات هم راټولوي. (بکس وګورئ).
د افغانستان ملي شورا او د تفتیش عالي ادارې دواړو د بودیجې د بهیر کمزورې څارنه کړې ده چې په ګډه یې له سلو څخه ۳۱ نومرې اخستې دي. د دواړو نهادونو د څار جلا جلا نومرې دا ډول دي.
د ملی شورا څار
د تفتیش څار
سپارښتنې
د افغانستان ملي شورا د بودیجې په دوران کې د پلانجوړولو او پلي کولو په پړاوونو کې کمزوری څار لري. د څار د ټینګښت لپاره باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړل شي:
د تفتیش عالي ادارې د خپلواکۍ ځواکمنولو او د تفتیش څارنې ښه کولو پخاطر د لاندې چارو سپارښتنه کېږي:
د خپلواکو مالي نهادونو جوړولو نوی رواج
افغانستان خپلواک مالي نهاد نه لري. خپلواک مالي نهادونه په نړۍ کې د بودیجوي بهیر په دوران کې اجراییوي ادارې او یا ملي شورا ته د ارزښتناکو او بېپرې مالوماتو په ورکړه کې اغېزناک ثابت شوي دي.
*دا شاخصونه د پرانستې بودیجې په سروی کې نه ارزول کېږي.
Methodology
- Only documents published and events, activities, or developments that took place through 31 December 2018 were assessed in the OBS 2019.
- The survey is based on a questionnaire completed in each country by an independent budget expert. For more information, contact:
International Budget Partnership at [email protected]
- To further strengthen the research, each country’s draft questionnaire is also reviewed by an anonymous independent expert, and in Afghanistan by a representative of the Ministry of Finance.