Country Results  | دا پاڼه دلته وګورئ:

افغانستان

Which countries lead in budget accountability? Which ones need improvement? Explore our data and recommendations for each of the 120 countries assessed.
Open Budget Survey Results

عامه گډون

15

د بودیجې د څار لپاره د مقننه قوې او د تفتیش د عالي کمېسین رول

31

روڼتیا

50

پرانستې بودیجې سروی 2019

د بودیجې په اړه د دولت هغه پرېکړې چې کومې مالیې ولګوي، کوم خدمات وړاندې کړي، څومره پور واخلي – دا ټولې پرېکړې د ټولنې انډول او د خلکو ژوند اغېزمنوي – او دا چې آیا د ټولنې ترټولو محرومه طبقه د ښه ژوندانه ریښتینې موکه ترلاسه کوي که نه. دا ډېره مهمه ده چې دولت خپل خلک لدې پرېکړو خبر کړي او د هغو پرېکړو په نیولو کې خلک ښکېل کړي چې د هغوی ژوند اغېزمنوي.

Read more

 

د پرانستې بودیجې سروی د نړۍ یوازینۍ خپلواکه، پرتلیزه او پر حقایقو ولاړه څېړنه ده چې د نړیوالو منل شویو شاخصونو پر مټ د مرکزي حکومت بودیجوي مالوماتو ته د خلکو عامه لاسرسی؛ د ملي بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون رسمي موکې؛ او د بودیجې جوړولو په بهیر کې د ملي شورا او تفتیشي ادارو په څېر د څارونکو نهادونو رول ارزوي.

دا سروی د سیمه ‌ییزو مدني ټولنو سره د دولت لخوا د عامه شتمنیو د کارولو او ریپوټ ورکولو په ارزونه کې مرسته کوي. د پرانستې بودیجې دا اوومه نسخه ۱۱۷ هېوادونه رانغاړي.

Summary
Country Specific Assessments
د هیواد عمومي لنډیز PS
pdf, 331.38 KB
50 /100

د پرانستې بودیجې سروی دا برخه د مرکزي حکومت لخوا د عایداتو او لګښتونو په اړه مالوماتو ته عامه لاسرسی څېړي. د بودیجې د روڼتیا مالومولو لپاره د پرانستې بودیجې سروی ۱۰۹ شاخصونه کاروي دا شاخصونه چې یو شان نومرې لري او په نړیواله کچه منل شوي دي، د مرکزي حکومت هغه هڅې ارزوي چې آیا خپلو خلکو ته د بودیجې اته کلیدي اسناد په انلاین بڼه پر خپل وخت خپروي که نه، یا دا چې همدا اسناد د بودیجې ټول ګټور مالومات رانغاړي او که نه. هر هېواد له سلو څخه نومرې  اخلي، چې دا نومرې بیا د پرانستې بودیجې په لړلیک کې د نوموړي هېواد درجه مالوموي. د روڼتیا ۶۱ یا لدې پورته نومرې دا مانا لري چې ګواکې نوموړی هېواد د خپلې بودیجې په اړه خپلو خلکو ته بسنده مالومات ورکوي.

د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې روڼتیا

نړیوال اوسط
45
افغانستان
50
India
49
Sri Lanka
47
Nepal
41
Bangladesh
36
Pakistan
28
0
نیمګړی
61
بسنده
100

د افغانستان درجه ‌بندي: په ۱۱۷ هېوادونو کې 50

0
100

د افغانستان د روڼتیا نومرې د وخت سره څنګه بدلون موندلی؟

21
2010
59
2012
42
2015
49
2017
50
2019
0
نیمګړی
61
بسنده
100

په افغانستان کې د بودیجوي اسنادو عامه موجودیت

Key
عام خلک ورته لاسرسی لري
ناوخته خپور شو، یا انلاین خپور نشو، یا یوازې د داخلي ګټنې لپاره خپور شو
بیخي جوړ نشو
رغښت پټه
سند 2010 2012 2015 2017 2019
د بودیجې ماقبل سند
د اجراییوي ادارې لخوا دبودیجې وړاندیز
تصویب شوې بودیجه
د خلکو بودیجه
د کال په اوږدو کې راپورونه
نیم کالې بیاکتنه
کلنی ریپوټ
د تفتیش راپور

د افغانستان د بودیجوي عامه اسنادو منځپانګه څومره هراړخیزه ده؟

Key
61-100 / 100
41-60 / 100
1-40 / 100
رغښت پټه
د بودیجې مهم سند د سند موخه او منځپانګه مالي کال د سند نومرې
د بودیجې ماقبل سند د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندیز څخه وړاندې د مالي پالیسیو عمده ټکي روښانوي، د هېواد د اقتصادي حالاتو، عوایدو، لګښتونو او پورونو وړاندوینه کوي. 2019 نرش دیر هنگام
د اجراییوي ادارې لخوا دبودیجې وړاندیز د اجراییوي ادارې لخوا ملي شورا ته وړاندې کېږي، د عوایدو منابع، د وزارتونو تخصیص، د پالیسۍ پیشنهادي بدلونونه او د هېواد د مالي وضعیت نور مهم مالومات روښانوي. 2019 51
تصویب شوې بودیجه هغه بودیجه ده چې د مقننه قوې لخوا تصویب شوې وي. 2018 84
د خلکو بودیجه د خلکو بودیجه د اجراییوي ادارې لخوا په ساده او غیرتخنیکي بڼه د وړاندې شوې بودیجې بڼه ده چې خلکو ته د بودیجې اړین مالومات ورسوي. 2018 33
د کال په اوږدو کې راپورونه د حقیقي عوایدو، ترسره شویو لګښتونو او بېلابېلو پورونو په اړه میاشتیني یا درې‌میاشتیني مالومات خپروي 2018 70
نیمکالې بیاکتنه د مالي کال په منځ کې د بودیجې د وضعیت په اړه بشپړ مالومات ورکوي چې د اقتصادي فرضیو ارزونه کوي او د بودیجې لپاره تازه وړاندوینې کوي. 2018 70
کلنی ریپوټ د مالي کال په پای کې د دولت د حسابونو وضعیت روښانوي او د بودیجوي پالیسۍ د اهدافو پر لور د پرمختګ ارزونه کوي. 2017 38
د تفتیش ریپوټ د تفتیش عالي ادارې لخوا وړاندې شوی ریپوټ دی چې د کال په پای کې د دولت د حسابونو بشپړتیا څېړي. 2017 33

د پرانستې بودیجې د ۲۰۱۹ کال په سروی کې د افغانستان د روڼتیا نومرې د ۲۰۱۷ کال هغو سره نږدې دي.

د پرانستې بودیجې په ۲۰۱۹ ګڼه کې څه بدلون راغی؟

افغانستان د بودیجوي مالوماتو په لاسرسۍ کې لاندې موارد ډېر کړي دي:

په منظمه توګه د کال په اوږدو کې ریپوټونه په انلاین بڼه خپرول
په نیم‌کالې بیاکتنه کې د تازه عوایدو او لګښتونو اټکلونو په اړه مالومات ډېرول
خو افغانستان بیا د بودیجوي مالوماتو په لاس‌رسۍ کې لاندې موارد کم کړي دي:
د بودیجې ماقبل اعلامیه (د مالي ستراتیژۍ سند) ناوخته خپرول – ملي شورا ته د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندیز څخه وروسته.

سپارښتنې

د بودیجې د لا روڼتیا لپاره باید افغانستان لاندنیو چارو ته لومړیتوب ورکړي:

د بودیجې ماقبل اعلامیه (د مالي ستراتیژۍ سند) باید ملي شورا ته د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندیز څخه لږترلږه یوه میاشت مخکې پرلیکه خپور شي.
د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې په وړاندیز کې د پور په جوړښت او د مخکنیو کلونو د پور د پایلې په اړه او د بودیجې د کال او مخکنیو کلونو د عوایدو په اړه تفصیلي مالومات شاملول.
په کلني ریپوټ (د کلني مالي فعالیت ریپوټ) کې د لویو‌اقتصادي وړاندوینو او بودیجوي وړاندوینو د توپیر په اړه لا ډېر مالومات او د پایلو او لاسته‌راوړنو په اړه د فعالیت مالومات شاملول
د خلکو بودیجې په منځپانګه کې د خلکو نظریات په پام کې نیول او د تفتیش په ریپوټ کې د اجراییوي لنډیز ډېرول.
15 /100

د حکومتولۍ د ښه کولو لپاره یوازې روڼتیا بس نه دی. د بودیجې د روڼتیا ترڅنګ د خلکو پراخ ګډون د مثبتو لاسته‌راړونو لپاره ډېر مهم دی.

د خلکو د ګډون د کچې مالومولو لپاره د پرانستې بودیجې سروې د حکومت د هغه هڅو ارزونه کوي چې خلکو ته یې د بودیجې جوړونې په بهیر کې د ښکېلتیا رسمي موکې ورکړې وي. دا سروی د ۱۸ یوشان شاخصونو پر مټ چې د مالي روڼتیا د نړیوال نوښت په مالي پالیسیو کې د عامه ګډون د اصولو سره سم دي او هر هېواد ته د (۰ – ۱۰۰) پورې نومرې ورکوي، د مرکزي حکومت د اجراییوي ادارې، مقننه قوې او د تفتیش عالې ادارې چارې ارزوي.

افغانستان د عامه ګډون په برخه کې له سلو ۱۵ نومرې اخستې دي.

د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې عامه ګډون

نړیوال اوسط
14
Nepal
22
Sri Lanka
17
افغانستان
15
Bangladesh
13
India
11
Pakistan
4
0
نیمګړی
61
بسنده
100

د لا ډېرو مالوماتو لپاره، په نړۍ کې د عامه ګډون ډېرولو لپاره د نوښتي چارو لپاره دلته کېکاږئ .

د بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون لپاره د موکو حد

40
/100
جوړول
(اجراییوي)
0
/100
تصویب
(مقننه)
0
/100
پلي کول
(اجراییوي)
0
/100
تفتیش
(د تفتیش عالي اداره)
Key
0-40: Few
41-60: Limited
61-100: Adequate

سپارښتنې

د افغانستان مالیې وزارت د بودیجې جوړولو لپاره عامه مشورې ترسره کړې، خو د بودیجې په بهیر کې د عامه ګډون د پراخولو لپاره باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:

• د بودیجې د پلي کولو لپاره د ازمېښتي مېکانیزمونو څارنه وکړي
• د بودیجې جوړولو په دوران کې د مدني ټولنو یا د خلکو د استازو د ښکېلتیا ډېرولو مېکانېزمونه پراخ کړي
د زیان‌منونکو او اړمنو ټولنو سره رسا یا د مدني ټولنو له لارې رغنده ښکېلتیا

د افغانستان ملي شورا باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:

د بودیجې د وړاندیز په ناسته کې د بودیجې د تصویب څخه مخکې د عامو خلکو یا مدني ټولنو غړو ته په تالار کې د نظر ورکولو اجازه ورکړي
د تفتیش د ریپوټ په ناسته کې د عامو خلکو یا مدني ټولنو غړو ته په تالار کې د نظر ورکولو اجازه ورکړي

د افغانستان د تفتیش عالي اداره باید د بودیجې به بهیر کې د عامه ګډون ډېرولو پخاطر لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړي:

• د خلکو لپاره داسې رسمي مېکانیزم جوړ کړي چې د تفتیش پروګرام په جوړولو او په اړونده تفتیشي ګروېږنو کې مرسته ورکړي.
31 /100

د پرانستې بودیجې سروې د بودیجې په بهیر کې د ملي شورا او د تفتیش عالي ادارې رول څېړي، او ګوري چې تر کومه بریده دا ادارې د بودیجې څار کولای شي. هر هېواد د ۱۸ هم‌وزنه شاخصونو پر بنسټ له صفر څخه تر سلو نومرې اخلي. پر دې سربېره، دا سروی د خپلواکو مالي نهادونو په اړه ضمیموي مالومات هم راټولوي. (بکس وګورئ).

د افغانستان ملي شورا او د تفتیش عالي ادارې دواړو د بودیجې د بهیر کمزورې څارنه کړې ده چې په ګډه یې له سلو څخه ۳۱ نومرې اخستې دي. د دواړو نهادونو د څار جلا جلا نومرې دا ډول دي.

د ملی شورا څار

0
22
100
لږ

د تفتیش څار

0
50
100
محدود
Key
0-40: Few
41-60: Limited
61-100: Adequate

سپارښتنې

د افغانستان ملي شورا د بودیجې په دوران کې د پلان‌جوړولو او پلي کولو په پړاوونو کې کمزوری څار لري. د څار د ټینګښت لپاره باید لاندې چارو ته لومړیتوب ورکړل شي:

مقننه قوه باید د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندې کولو څخه مخکې د بودیجې پر پالیسۍ بحث وکړي او د راتلونکې بودیجې لپاره سپارښتنې تصویب کړي
د اجراییوي ادارې لخوا د بودیجې وړاندې کېدل باید د مالي کال د پېل څخه لږترلږه دوه میاشتې مخکې ترسره شي.
د ملي شورا کمېټې باید د اجراییوي ادارې لخوا وړاندې شوې بودیجه وارزوي، او د خپلې ارزونې ریپوټ انلاین خپور کړي او د ملي شورا د غړو لخوا د پيشنهادي پروژو په اړه راڼه مالومات خپاره کړي.
مقننه قوه باید د اجراييوي ادارې لخوا وړاندې شوې بودیجه د مالي کال له پېل څخه مخکې تصویب کړي.
مقننه قوه باید د کال په اوږدو کې بودیجې د پلي کېدو ریپوټ وارزوي او خپلې موندنې په انلاین بڼه خپرې کړي.
په عمل کې باید ثابته شي چې د مالي کال په جریان کې په تصویب شوې بودیجه کې د اجراییوي ادارې لخوا د احتیاطي کوډونو په شمول د اداري واحدونو ترمنځ مالي بدلونونه یا د عوایدو د کمښت پخاطر د لګښتونو کمولو مسایل مخکې له مخکې د مقننه قوې سره د مشورې لپاره شریک شي.
د مقننه قوې یوه کمېټه باید د تفتیش ریپوټ وارزوي او خپلې موندنې په انلاین بڼه خپرې کړي.

د تفتیش عالي ادارې د خپلواکۍ ځواکمنولو او د تفتیش څارنې ښه کولو پخاطر د لاندې چارو سپارښتنه کېږي:

د خپلواکې ګمارنې او پر وخت تمویل له لارې د خپلواکۍ د تضمین په شمول، د تفتیش عالي اداره باید بشپړ فعالیت ته پرېښودل شي.
باید د یوې خپلواکې ادارې لخوا د تفتیش بهیر ارزولو ډاډ ورکړل شي.

د خپلواکو مالي نهادونو جوړولو نوی رواج

افغانستان خپلواک مالي نهاد نه لري. خپلواک مالي نهادونه په نړۍ کې د بودیجوي بهیر په دوران کې اجراییوي ادارې او یا ملي شورا ته د ارزښتناکو او بې‌پرې مالوماتو په ورکړه کې اغېزناک ثابت شوي دي.

*دا شاخصونه د پرانستې بودیجې په سروی کې نه ارزول کېږي.

Methodology

  • Only documents published and events, activities, or developments that took place through 31 December 2018 were assessed in the OBS 2019.
     
  • The survey is based on a questionnaire completed in each country by an independent budget expert. For more information, contact:

    International Budget Partnership at [email protected]
  • To further strengthen the research, each country’s draft questionnaire is also reviewed by an anonymous independent expert, and in Afghanistan by a representative of the Ministry of Finance.

 

Past reports
Years
Language
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, en
پوښتنلیک EN
PDF, en
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, en
پوښتنلیک EN
PDF, en
د هیواد عمومي لنډیز PRS
PDF, prs
د هیواد عمومي لنډیز PS
PDF, ps
پوښتنلیک EN
PDF, EN
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, EN
پوښتنلیک EN
PDF, EN
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, EN
پوښتنلیک EN
PDF, EN
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, EN
پوښتنلیک EN
PDF, EN
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, EN
د هیواد عمومي لنډیز EN
PDF, EN
پوښتنلیک EN
PDF, EN